د عشق صحرا کي غورزول سوئ
د مات وزرو مرغہ غوندي یم
بیا دي یوہ ورځ نہ و پوښتلم
لار کي پرتہ ډبرہ غوندي یم
پخوانی خیال دي زړہ تہ ستنېږي
چي یاتوم دي اوښکي بھېږي
د بېلتون شراب دي زړہ پہ کاسہ کي
پروت بې لہ څښلو نېشہ غوندي یم
بې تا مې ډېر وو د زړہ دردونہ
د زړہ پہ غرہ کي خزان ډېرہ سو
دا مہ منہ چي زہ لا زوندی یم
ستا پہ بېلتون کي د مړہ غوندي یم
پخوانی خیال دي زړہ تہ ستنېږي
چي یاتوم دي اوښکي بھېږي
د بېلتون شراب دي زړہ پہ کاسہ کي
پروت بې لہ څښلو نېشہ غوندي یم